Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورستانۍ: د کمېسیون کار قانوني دی، ولایتي دفترونه دې پرانیستل شي

په یوشمېر ولایتونو کې د ټاکنیزو معترضو ډلو لخوا د ټاکنو کمېسیون د اوو سیمه ییزو دفترونو له تړل کېدو سره، یاد کمېسیون مشره له معترضو ټاکنیزو ډلو غواړي چې د تړلو دفترونو د پرانیستلو اجازه دې ورکړي، تر څو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شي.

د ټاکنو  خپلواک کمېسیون مشره، حوا علم نورستانۍ نن پنج شنبې(د لیندۍ په ۷مه نېټه) له غرمې وروسته کابل کې د خبري ناستې پرمهال ټینګار وکړ چې دغه بنسټ "په هر ډول شرایطو" له ټاکنیزو ډلو سره خبرو ته چمتو دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفترونه په فاریاب، سرپل، جوزجان بدخشان، پنج‌شیر، بغلان او تخار کې کله چې وړمه اوونۍ د رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل شو، د معترضونو نوماندانو د پلویانو لخوا وتړل شول.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دا دفترونه معترضونو نوماندانو په ځانګړې توګه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې لخوا تړل شوي دي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې کمېسیون په غیرقانوني توګه ۳۰۰زره غیربایومټریک رایې سیستم ته دننه کړي دي.

خو مېرمن نورستاني وايي چې په دې بنسټ کې ټولې پرېکړې قانوني شوې دي:«د ټاکنو لوري باید تمه ونه لري چې کمېسیون په غیرقانوني توګه عمل وکړي.»

هغې زیاته کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون په هر شرایطو سره چمتو ده چې له ټاکنیزو ډلو  سره خبرې وکړي... معتبرې رایې یوازې هغه دي چې بایومټریک شوې وي او د معتبرو او غیرو معتبرو رایو توپیر د قانون او تګلارو له مخې کېږي.»

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر، محمدعبدالله ادعا کوي چې یو شمېر ولایتونو ته رایو بیا شمېرنې او تفتیش پاڼې ډېرې استول شوې دي. د هغه په خبره دا غیرقانوني بولي:«څو ولایتونو ته د تفتیش پاڼې ډېرې استول شوې دي چې زه پرې خبر نه وم. دا د قانون خلاف کار دی.»

دغه کمېشنر وايي چې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر نه بشپړېدو سره د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان غیر قانوني دی:« که په یوه ولایت کې هم د رایو بیا شمېرنې بهیر ونه شي، څوک اجازه نلري چې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله تېره ورځ اعلان وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې ټاکنیزې ډلې په سپارښتنې کار کوي او د دغه کمېسیون د کار پایله مشروع نه ده.

مخکې له دې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې خبرداری ورکړی وو چې که د شنبې(د لیندۍ تر ۸مې) ۳۰۰زره رایې چې د دغې ډلې له نظره بایومتریک نه دي، باطلې نشي، دوی به نورو اقدامات وکړي.

هېواد کې ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شوې، خو تر اوسه یې د کابو دوو میاشتو په تېرېدو سره، پایلې یې نه دي څرګندې.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې نن وویل چې ډېر ژر به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

اوس مهال د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر بشپړ شوی دی او په نورو دوام لري

شریک یي کړئ