Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان: باید لنډمهاله حکومت رامنځته شي

د ولسمشرۍ ټاکنو شورا ځينې غړي د حکومت د کار دوام نامشروع ګڼي او ګواښ کوي چې اجازه به ورنه کړي چې ټاکنو کې دې درغلۍ وشي. 

ولسمشرۍ ته دغو نوماندانو د کابل په لوبغالي کې په یوې غونډه کې د رڼو ټاکنو ترسراوی، او د سرپرست حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کوي. 

بلخوا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر، حکومت ظالم، د سولې په وړاندې خنډ او د بې اتفاقۍ لامل بولي.

ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر زیاته کړه:«دا حکومت نامشروع دی، ظالم دی او مفسد دی. که‎چېرې د دې حکومت کار په ناقانونه توګه دوام پیدا کړي د هېواد ټاکنې او سوله له ګواښ سره مخامخ کوي او په هېواد کې بې اتفاقي زیاتوي.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند ابراهیم الکوزی هم وايي:«دی (ولسمشر غني) دومره ځاني خوده انسان دی چې هېچا او یا هم د افغانستان هېڅ قوم ته درناوی نه‎لري.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته شهاب حکیمي نوماند څرګنده کړه:«ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو شورا پرېکړه کړې کله چې دا متقلب او نامشروع حکومت په خپل ځای پاتې شي، په هېڅ صورت به د ټاکنو ترسراوي ته اجازه ورنه کړي.»

د ولسمشرۍ دا نوماندان حکومت د بیت‎المال پیسو په غبن او تر خوا یې په ټاکنیزو مبارزو کې له مصرف سربېره، خپلو کسانو ته د قراردادونو پر ورکړې تورنوي.

ښاغلی اتمر وايي:«یوازې دوه ورځې مخکې یې اعلان وکړ چې بیا یې د خپلواکۍ ورځې د سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره څلور سوه مېلیونه افغانۍ له بیت المال څخه په ناقانونه توګه ځانګړې کړې دي چې په بودیجه کې نه وې.»

عنایت الله حفیظ ولسمشرۍ ته نوماند هم وايي:«ایا ته متفکره مغز یې؟ چې د افغانستان اقتصاد بدلوې چې ډالر دې له شپږ پنځوسو نه یو اتیا ته دې ورسوه.»

په ورته وخت کې چې له دوی یو شمېر سیاستوال تازه له پاکستان راغلي، او ولسمشر هم دوه ورځې وروسته پاکستان ته ځي، د ولسمشرۍ دا نوماند پر دې سفرونو نیوکه کوي.

ولسمشرۍ ته نوماند نورالحق علومي وویل:«له سولې سره دې لوبه مه کوئ، د افغانستان د خلکو له ژوند سره هم لوبه مه کوئ زموږ حکومتیان او همدارنګه ځينې شخصیتونه هڅه کوي چې لوبه وکړي، نن په دغه هېواد کې سبا بل هېواد کې په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې موږ ته یې امتحان راکړی، د بېلګې په توګه پاکستان، له هغې ورځې چې خدای پیدا کړی له افغانستان سره دښمني لري او همدارنګه سیمه‎ييز هېوادونه.»

ولسمشرۍ ماڼۍ دا تورونه ردوي او زیاتوي، دا نوماندان د هېواد پر خپلواکۍ باور نه لري او که کوم سند لري، خلکو سره دې یې شریک کړي.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په ډاګه کړه:«دا ډول غونډې کولای شي له وخت مخکې کمپاین وي موږ له مسوولو بنسټونو غواړو هغه غونډې او کمپاینونه چې د ټاکنیزې سیالۍ بڼه لري پاملرنه وکړي.»

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا په ټول ګډونه او رڼو ټاکنو ټینګار کوي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر، حکومت ظالم، د سولې په وړاندې خنډ او د بې اتفاقۍ لامل بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه