Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ټاکنو کې د تېرو ستونزو تکرار به هېواد له کړکېچ سره مخ کړي

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي که‎چېرې په راروانو ټاکنو کې د تېرو ټاکنو ګډوډۍ او ستونزې تکرار شي، هېواد به له یوه ستر کړکېچ سره مخامخ شي.

عبدالله ټینګار کوي که‎چېرې څوک د اجراییه ریاست په نوم د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې لاسوهنه وکړي باید افشا شي؛ هغه وايي د ټاکنو کمېسیون په کړنو کې د نورو د لاسوهنې شکایتونه شته چې هغه له هغو خبر دی.

عبدالله عبدالله د ځان ډاډګیرني لپاره چې نوم یې د رایه ورکوونکو نوم‌لړ کې شته او که نه، د نوم‌لیکنې یوه مرکز ته ورغلی دی.

څو تنه د ښاغلي عبدالله عبدالله د نوم په لټولو بوخت دي، خو وروسته له څو دقیقو  وروسته یې نوم پیدا کېږي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«که‎چېرې کمېسیون یو ترتیب رامنځته نه کړې چې خلک خپل نوم په اسانۍ سره پيدا کړي، وروسته دا بیا د ټاکنو په ورځ په لویې ستونزې بدل نه‎شي. نو د ټاکنو خپلواک کمېسیونه مو هیله دا ده چې دا نوملړ دې داسې ترتیب او منظم کړي چې د رای ورکړې په محلونو کې یا په یو مرکز کې د رایې ورکړې څو محلونه دي، یا څوک د خپل نوم د لومړي توري او یا هم هر ترتیب چې کېږي، داسې نه شي چې یو ځل دا ټول نوملړ واخلي او هغه څوک چې نوم یې د نوملړ په پای کې دی شل دقیقې وخت نیسي چې نوم یې پیدا شي.»

د ملي یووالي حکومت دا لوړ پوړی چارواکی پر ټاکنو خپلواک کمېسیون سخته نیوکه کوي او وايي، دا بنسټ نه دی توانېدلی چې د رایه ورکوونکو نوم‌لړ اصلاح او د تقویتي نوم‎لیکنې په اړه خلکو ته مالومات ورکړي.

ښاغلي عبدالله څرګنده کړه:«د خلکو د رایو له لارې د واک لېږد چې بنسټیزه مسله ده د ټاکنو یوه برخه ده. او خدای مه کړه که‎چېرې د تېرو ټاکنو ستونزې تکرار شي هېواد له ستر کړکېچ سره مخامخ کېږي.»

د نوم لیکنې له بهیر وروسته، نوموړی درېیم شخص دی چې دې مرکز ته راځي او خپل نوم لټوي. د کارکوونکو له قوله، یو تن له هغو چې نوم یې دلته لیکلی و، نوملړ کې یې نوم پیدا نه شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وايي:«دا چې اجراییه رییس صاحب تشریف وړی وي او یوه ستونزه یې لیدلي وي. دا کار له ستونزې او ننګونې پرته نه دی. یوه ورځ ستونزه شته، یوه ورځ نشته موږ یې نه ردوو.»

پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، کمېسیون تر اوسه نه دی توانېدلی چې د سمون لپاره اغېرمن ګام پورته کړي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید  وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه دی توانېدلی چې د مشکوکو او جنجالي موردونو او همدارنګه د تېرو ټاکنو د ترخو تجربو د چاڼ لپاره یوه څرګنده تګلاره رامنځته کړي.»

ټاکنو خپلواک کمېسیون تېرو ټاکنو کې د رایه ورکوونکو نو‌ملړ جوړ کړ، خو د ټاکنو په ورځ بیا د زیاتو کسانو نومونه په دې نوملړ کې پیدا نه شول.

ټاکنو خپلواک کمېسیون تېرو ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د رایه ورکوونکو نو‌ملړ جوړ کړ، خو د ټاکنو په ورځ بیا د زیاتو کسانو نومونه په دې نوملړ کې پیدا نه شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه