Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ ټاکنې؛ حکومتي مشرانو خپلې رایې وکارولې

ولسمشر اشرف غني چې خپله رایه د کابل په اماني لیسه کې وکاروله، له افغان ځواکونو یې د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د خلکو او د ټاکنو د چمتوالي بهیر د امنیت د تامین لپاره درناوی وکړ او زیاته یې کړه چې دغه بهیر له افغان ځواکونو او خلکو ډېرې قربانۍ اخیستې دي.

ښاغلی غني چې د دوهم ځل لپاره ځان نوماند کړی وايي چې د ټاکنو بهیر په ښه توګه مخې ته ځي او وايي تېء کال کې جمهوریت د افغانستان ملي قاموس کې د یوه اساسي عنصر په ډول د ننه شوی دی.

ولسمشر همداراز په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه وايي:«موږ له ټولو خلکو جمهوریت، د نظام دوام او ولسواکۍ ته د ژمنتیا لپاره مننه کوم.»

هغه زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اوسني نظام د ساتنې او همداراز د ولسواکۍ د درناوي لپاره قربانۍ ورکړې او د افغانستان خلک پر خپلو سرتېرو ویاړي.

ښاغلي غني وویل چې په ټاکنو کې ګډون اساسي قانون ته ژمنه ښکاره کوي او زیاته یې کړه چې دا لومړۍ ځل دی چې حکومت ټاکنې په خپل لګښت ترسره کوي.

ولسمشر غني د ټاکنو له بهیره د مدني ټولنې له څاره مننه وکړه او زیاته یې کړه:«د ټاکنو له قانونه سرغړونه او په دې ملي بهیر کې زموږ لپاره د منلو وړ نه ده. د ملت مطلق اکثریت منځلارې دي او د اساسي قانون له مخې له له یو بل سره استوګڼې باندې باور لري.‎»

ده همداراز د سولې په تړاو وویل:«سوله د ملت له اصلي غوښتنو ده. د سولې لپاره زموږ طرحه چمتو ده او موږ د سولې پر لور تګ ته چمتو یوو، اوس موږ د ملت قضاوت ته په تمه یوو چې موږ ته صلاحیت راکوي او که بل چا ته.»

په همدې حال کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د خپلې رایې په کارولو سره په ټاکنو کې د خلکو د ګډون درناوی وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل:«د افغانستان له لوی ملت نه مننه کوو چې د ګواښونو، ستونزو سره سره د رایې ورکړې مرکزونو ته ځي، ښځې او سړي خپل راتلونکی ټاکي، له امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د امنیت تامین لپاره مننه کوو.»

عبدالله د طالبانو وروستي ګواښ په اړه وویل:«طالبانو چې ګواښ کړی، د یوه رای ورکوونکي او یوه کاندید په توګه زما خطاب ورته دادی چې د بیګناه خلکو ګواښل ستاسي قوت نه ښکاره کوي. د بې ګناه خلکو وژنه تاسي ته کوم خیر نه عاید کوي. په داسې حال کې چې موږ د سولې بهیر ته ژمن یوو او ټول افغانان له خبرو ملاتړ کوي، خو د خلکو لخوا په یوه منل شوې پروسه کې چې د ولسواکۍ بهیر دی، د خلکو ګواښ داسې کار نه دی چې څوک خپلې موخې ته ورسوي.»

عبدالله له ټولو دولتي چارواکو غوښتني چې د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه همداراز له ټاکنیزو بنسټونو غوښتنه وکړه، دا چې افغانان غواړي خپل راتلونکی وټاکي، د خلکو ارادې ته د درناوي په خاطر دي د رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي.

په همدې حال ولایتونو ته د ټاکنو د خبري پوښښ لپاره د طلوع نیوز تللي خبریالان وايي چې تر اوسه په هرات، ننګرهار، بلخ، بامیان، هلمند او کندهار ولایتونو کې ټاکنې په ښه توګه دوام لري.

هېواد کې د ټاکنو ته د خلکو غبرګون:

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې خلک د ټاکنو له ترسره کېدو هرکلی کوي او دا بهیر د هېواد په تاریخي بدلون بولي.

په کندار کې رای ورکوونکې، لطیفه وايي:«ما خپله رایه وکاروله او هیله لرم چې د راتلونکي لپاره یو ښه ولسمشر وټاکل شي تر څو خلکو ته خدمت وکړي.»

په کندهار کې د طلوع نیوز خبریاله، حسیبه اټکپاله وايي په ټاکنیزو مرکزونو کې د ښځو په پرتله د نارینه‎وو شمېر زیات دی.

همداراز په شبرغان ښار کې محصله، انیلا چې خپلهرایه یې کارولې وايي چې«د باثباته او روښانه راتلونکي لپاره رایه ورکوي.»

هرات ولایت کې ۷۰ کلنه ښځه چې د رایې ورکړې مرکز ته راغلي وايي چې «ارامۍ، آزادۍ او خوښیو ته» رایه ورکوي.

په همدې حال کې په پکتیا کې د طلوع نیوز خبریال، عبدالحق عمري وايي چې په یو شمېر مرکزونو کې لا هم ښځې د رایې ورکړې لپاره نه دي راغلې.

بلخواد هلمند ولایت د لشکرګاه ښار اوسېدونکی، عبدالغني وايي چې نن ډېر شمېر کسان له کومې ستونزې پرته لاړل د رایو مرکزونو ته او خپل د خوښې کس ته یې رایه ورکړه.

له بې نظمیو او د رایو ورکړې د مرکزونو له بند پاتې کېدو د خلکو شکایت

بلخ ولایت کې ۷۰ کلن سړی چې د مزارشریف ښار استاد وجدان لیسې ته د رایې ورکړې په موخه راغلی وايي چې په نوم لړ کې یې نوم نه دی موندل شوی، او نه دی توانیدلی چې رایه ورکړي.

همداراز د کابل قلعه نجار ها سیمه کې هم رای ورکوونکي په نوملړ کې د خپل له نشتوالي شکایت کوي.

د ولسمشرۍ نوماند، عبدالطیف پدرام وايي:«له اوسه په ټاکنو کې ستونزې په ښکاره ښکاري که بهیر داسې مخکې ته ولاړ شي، نو د منلو به نه وي.»

د بایومټریک دستګاه نه کار په تړاو نېوکې:

په ننګرهار ولایت کې یوه مېرمن وايي چې ساعتونه د خپلې رایې کارولو لپاره په تمه، خو د بایومټریک دستګاه کار ونه کړ.

د ننګرهار ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي چې په نوملړ کې نوم نه وو او یا هم د رای ورکوونکو په نوملړ کې د ښځو په نامه ثبت شوي وو.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی، محمدزمان وايي چې وروسته له دوه ساعته انتظار یې نوم په نوملړ کې بیدا نشو.

همداراز له بلخ ولایت نه هم د بایومټریک دستګاه نه کار په تړاو راپورونه شته چې په سمه توګه کار نه کوي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال، ذبیح سادات وايي چې تر اوسه کابو دوه سوه ټاکنیزو مرکزونو ته ټاکنیز  توکي نه دي رسېدلي.

ولسمشر غني له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو او د ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره مننه وکړه

شریک یي کړئ