Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسي جرګه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو داعلان پر ځند نیوکه کوي

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د پرله پسې ځنډ په دوام، د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې دغه ځند د هېواد اقتصادي وضعیت نور هم له ځوړ سره مخ کوي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره شوې؛ اوس چې له هغې مودې کابو درې میاشتې تېرېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې نه دی بریالی شوی چې قسمي او لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ولسي جرګې غړي په دې هکله د انتخاباتو کمېسیون په بې وسۍ تورن وي او د پایلو د اعلان غوښتونکي دي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي د ټاکنو پایلې باید د خلکو د رڼو رایو څخه وي.

یوه استازې شهناز غوثي وايي:«خلکو واقعیت ستومانه شوي؛ په تمه دي چې ژر تر ژره د خلکو برخلیک اعلان شي.»

د ولسي جرګې بل غړی خالد اسد هم څرګندوي:«دغه کمېسیونونه غوږ لري که نه؟ که چېرې هوډ لري او پرېکړه لري پایلې دې اعلان کړي.»

د ولسي جرګې په نننۍ (شنبې، د لیندۍ ۳۰مه) غونډه کې هم د ټاکنیزو ډلو جنجالونه ډاګیزه وو. په دغې غونډه کې د ولسي جرګې غړې ملالۍ اسحاق زۍ د یوې ټاکنیزې ډلې له خوا د پایلو پر نه منلو نیوکه وکړه:«د خلکو رایې نور یرغمل مه نیسئ! حتا «ګل مرجان» هم باید دا ومني.» 

د ولسي جرګې د دغې غړې نیوکه ظاهراً د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې باندې وه چې په دې وروستیو یې ګواښ وکړ چې د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د نه باطلېدو په صورت کې به د ټاکنو پایلې ونه مني.

د مېرمن اسحاق زۍ دغه څرګندونې د ولسي جرګې د بل غړي ظل محمد نوري له غبرګون سره مخ شوې:«که هغه ګل مرجان دی، مقابل لوری یې هم له یو ستر درغلګر پرته بل څه نه دی! په دغه تالار کې باید د کلام عفت مراعات شي.»

اداري پلاوي هم خبرداری ورکړ چې، د حکومت مشرانو ته باید سپکې سپورې ونه ویل شي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار وویل:«زموږ او تاسو لپاره د کلام عفت ډېر اړین دی ځکه چې موږ او تاسې وکیلان یوو او د خلکو استازي یوو.»

له دې ټولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې چې، د روانې اوونۍ په اوږدو کې به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانې کړي.

شریک یي کړئ