Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې د ټاکنیزو ننګونو د څېړنې لپاره کمېسیون کې غونډه جوړه شي

ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو د اوسنيو ننګونو د حل په موخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون، په دې بهیر کې د ښکېلو بنسټونو او ټاکنیزو ډلو تر منځ یوه ګډه ناسته جوړه شي.

خو ځینې ټاکنیزې ډلې هغه څه چې، له دغې ناستې د رسنیو د ژوندي بهیر خپرولو لپاره د موکې نه برابرېدل او د ټاکنو کمېسیون او ټاکنیزو ډلو تر منځ د آزادو خبرو لپاره د زمینې نشتون له امله به په دې ناسته کې ګډون ونه کړي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې غړی همایون جریر په دې اړه وویل:«دا یوه ډېره ننداریزه او تشریفاتي غونډه ده، په دغې غونډه کې ګډون نه کوو.»

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هم د دغې ناستې پر څرنګوالي نیوکې لري او زیاتوي چې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تړلو دروازو تر شاه د ناستې د جوړولو پر ځای باید پرېږدي چې رسنۍ هم حضور ولري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی نور رحمان اخلاقي څرګندوي:«نن د ژوندي بهیر او د دې په هکله چې د بحث لوري روښانه وي او دواړه لوري فرصت ولري، خو له بده مرغه تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، کمېسیون له خپلې کړنې قانوني دفاع نه لري، تېښته کوي.»

تمه کېږي چې، په دې ناسته کې به د ټاکنیزو ډلو د استازو، ټاکنیزو څارونکو، مدني ټولنې او د دغه بهیر د نورو ښکېلو بنسټونو د استازو په ګډون شاوخوا ۷۰ کسان ګډون وکړي؛ خو ځینې څارونکي په دغه ناسته کې د بحث لپاره د یوه ساعت ټاکنه، بسندویه نه بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر اورنګ زیب وايي:«رسنۍ به حضور لري او د رسنیو په حضور کې به پر دغو موضوعګانو بحث وشي.»

د یو شمېر ټاکنیزو ډلو او ټاکنو خپلواک کمېسیون تر منځ د اختلافونو اصلي ټکی، د ۱۳۷ زره رایو برخلیک ټاکنه ده؛ خو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د دغو رایو د بیاشمېرنې لپاره بنسټ، د کمېسیون له لوري اطلاعات ویل شوي چې دغه اطلاعات تر ټاکنو مخکې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له لوري په دې دستګاو کې ثبت شوي و.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید څرګنده کړه:«هغه موردونه چې د اعتراضي ټکو او له قانون او کړنلارې څخه د اثتنبات په توګه لري باید ډېر روښانه او واضیح د ګډون کوونکو په حضور کې بیان کړي.»

ښاغلی نبیل د خپلې دغې ادعا د ثابتولو لپاره وايي له ۳۵ زره بایومېټریک دستګاو، ۱۸ زره دستګاوې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له لوري کمېسیون ته ورکړ شوي چې، د دغو دستګاو د سپارلو خبر، په اګست میاشت کې ملي ټلویزیون خپور کړی و.

د یو شمېر ټاکنیزو ډلو او ټاکنو خپلواک کمېسیون تر منځ د اختلافونو اصلي ټکی، د ۱۳۷ زره رایو برخلیک ټاکنه ده.

شریک یي کړئ