Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو ته د هېوادوالو چمتووالی خو امنیتي اندېښنې لا پر خپل ځای دي

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر د امنیت د تامین بشپړ چمتووالي خبر ورکوي، خو لاهم د هېواد په ځينو برخو کې په دې اړه اندېښنې لیدل کېږي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ورځې په رانږدې کيدو سره د دې بهیر پر وړاندې د ننګونو په تيره بیا د هغه څه په تړاو چې د هېواد په ځینو برخو کې د ناامنیو پراختیا بلل کيږي  اندېښنې زیاتې شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کيمسیون شميرې ښيي چې څه باندې نهه ميلیون او ۶۰۰زره کسانو په ټاکنو کې د رایې ورکونې لپاره نوم لیکنه کړې ده. د ولسي جرګې په ټاکنو کې هم د  هغو کسانو شمېر چې نوملیکنه یې کړې وه؛ نهه مېلیون ۱۰۰زره تنو ته رسېده، خو د رایې ورکونې پر ورځ یوازې څلور مېلیون تنو رایه ورکړه.

که څه هم د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې بېلابېلو لاملونو له هغې ډلې د هېواد په ډېرې برخو کې د امنیت شتوالي د هغو ټاکنو د لومړي پړاو د ګډونوالو شمېر تر اوو مېلیونو رسولی و.

د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو راهیسې لږ ترلږه په اوو ولایتونو لکه ارزګان، میدان وردګو، بادغیس، فاریاب، سرپل، بغلان او تخار د ناامنیو د زیاتېدو شاهد و او د غزني او فرا په څېر ولایتونو  زیاتې برخې او ان مرکزونه په ځلونو د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوي دي.

اخوا د سږکال امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د بدخشان د وردوج، یمګان او کران و منجان ولسوالۍ د فاریاب ګریوان او پښتون کوټ ولسوالۍ او د غزني ده یک او خواجه عمري ولسوالي له طالبانو بېرته نیولي دي او د دغو ادارو په وینا په هېواد کې د شلو نورو ولسوالیو د امن کولو لپاره هم هڅې روان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وايي:«عملیات به په جدي توګه ترسره شي، څو دغه ولسوالۍ هم د دولت د مخالفو وسله‎والو له ادارې ازاده شي.»

د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره څه باندې ۵۳۰۰ مرکزونه چې د رایې ورکونې څه باندې ۲۹ زره او ۴۰۰ په‎کې دي په پام کې نیول شوي دي، خو امنیتي ادارو ویلي دي چې له دې ډلې د ۴۳۱ مرکزونو امنیت نه شي ټینګولای.

د غزني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس عبدالنصیر مهمند وویل:«د غزني ولایت په کچه، موږ ۴۰۶ مرکزونه لرو چې له هغې ډلې، امنیتي ځواکونو د اوس لپاره یوازې ۲۳۳ مرکزونو د امنیت تامین په اړه ډاډ ورکړی دی.»

د تخار د والي ویاند  محمد جواد  هجري هم څرګندوي:«زموږ ۲۵ مرکزونه، د ولسوالیو په مرکزونو کې چې هلته یو لړ امنیتي ګواښونه شته د اوس لپاره بند دي.»

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي هیله من دی چې ناامنۍ ټاکنو له ننګونې سره مخ نه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي:«د یوه بریده امنیتي وضعیت ښه دی. خدای دې وکړي چې موږ کوم ستره امنیتي ننګونه پيدا نه کړو.»

د ولسي جرګې استازی  توفیق وحدت په دې اړه وايي:«په داسې شرایطو کې، ډېرو ښو او بریالیو ټاکنو ته خوشبینه نه یوو.»

د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ټینګښت د دوه اویا زره دولتي ځواکونو پرغاړه دی. په دې ورځ له ۲۰ تر ۳۰ زره نور دولتي ځواکونه هم له امنیتي پېښو سره د مقابلې لپاره اټکل شوي دي.

شریک یي کړئ