Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د استېناف غوښتنې۲۲۰۰ شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو په وړاندې د ټاکنیزو ډلو د استېناف غوښتنې د شکایتونو بهیر دوام لري او تراوسه د دغو شکایتونو شمېر ۲۲۰۰شکایتونو ته رسېدلی دی.  

د کمېسیون قطب الدین ریودار نن جمعه (د مرغومې په ۲۷مه) طلوع نیوز ته وویل چې د دغو شکایتونو له ډلې ۵۰۰ شکایتونه یې د رای ورکړې د محلونو د بیا شمېرنې په اړه دي او شونې ده چې د استېناف غوښتنې بهیر تر پایه دا شکایتونه به ډېر شي.

ښاغلی رویدار په دې اړه زیاته کړه:«تر راتلوونکو دوه ورځو هغه محلونه چې پرې پرېکړه شوې او د ولايتي دفترونو پر پرېکړو اعتراض موجود نه دی، وروستي ګڼل کېږي او نوملړ د ټاکنو کمېسیون ته استول کېږي څو خپل کار پیل کړي.»

کابل، ننگرهار، کونړ، پکتیا، خوست، لغمان او کندهار هغه ولایتونه دي چې، د استېناف غوښتنې ډېری شکایتونو په کې ثبتې شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون تر دې مخکې ویلي و، چې تر پنجشنبې (تېرې ورځې)پورې به د هغو محلونو نوملړ چې بیاشمېرنې بهیر ته تللي؛ ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استوي؛ خو لاهم دغه نوملړ وروستی شوی نه دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخواني مشر داوود علي نجفي په دې اړه څرګنده کړه:«که چېرې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې پرېکړې اجرا نه کړي، هېڅ کار مخ ته نه ځي او په پایله کې به ټاکنې له یوه کړکېچ سره مخ شي.»

له بل لوري پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې، د ورته شکایتونو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ولایتي دفترونو بېلابېلې پرېکړې د یادو دفترونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د فیفا اجراییه رییس یوسف رشید وویل:«په دې بڼه او طریقې چې موږ اوس روان یوو، د ټاکنو بهیر نور هم اوږدېږي. ښايي بهیر ډېر اضافه وخت وغواړي په ځانګړې تګه هغه موردونه چې جنجالي وو.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر دې مخکې ویلي و چې، د رایې ورکړې د هغو محلونو د رایو بیا شمېرل چې په اړه یې استېناف غوښتنه شوې، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون له ارزونو وروسته پیلېږي.

شریک یي کړئ