د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان او د څارونکو بنسټونو غړي وايي، د ټاکنو کمېسیون نه شي کولی د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په نهه ویشتمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې وکړي.
دغه نوماندان وايي، د ټاکنو د تعدیل شوي قانون له مخې باید د رایه ورکوونکو نوملړ جوړ او بایوېمتریک ټاکنې وشي، خو کمېسیون دغو شیانو ته لا تر اوسه چمتو نه دی.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي په دې اړه وویل:«موږ ته د ټاکنو کیفیت په کار دی؛ یعنې د خلکو رایې پټې نه شي، د خلکو رایې په رڼه ټوګه اعلان شي او دا د ټاکنو خپلواک کمېسیون اصلي دنده ده. وخت مهم دی؛ موږ کولای شو چې د ټاکنو کمېسیون ته یو او یا هم دوه میاشتې نورې هم وخت ورکړو.»
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد شهاب حکیمي هم څرګنده کړه:«کهچېرې غواړئ هغه پایله مو چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ترلاسه کړې، ترلاسه کړئ او احتمالاً یوه ګډوډي رامنځته کړي چې ټاکنې وشوې او ولسمشر انتخباب شو، خو د افغانستان ستونزه له دې کار سره نه حل کېږي.»
د ټاکنو د نوي قانون له مخې، د رايي ورکوونکو د نوملړ جوړښت او تر خوا یې باید ټاکنې په بایوېمیټریک ډول وشي.
پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، کمېسیونونو کې به د دې کار لپاره د چنګاښ تر نهه ویشتمې نېټې ظرفیت بشپړ نه شي.
د فیفا اجراییوي ريیس یوسف رشید څرګنده کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه هېڅ نهلري؛ نه بودیجه او نه هم نور امکانات. د ټاکنو په تړاو د خلکو اعتماد هم صفر دی. نو باید ووایو چې د چنګاښ ۲۹ تاریخ یو حقیقي تاریخ نه دی.»
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د ټاکنو لپاره د چمتووالي په اړه خبرې کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي:«هېڅ داسې مورد نشته چې ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شي، په ټول کې زموږ کاري فشارونه به زیات شي او دا به د دې لامل شي څو موږ زیاته هڅه وکړو.»
بل لورته د حکومت اجراییه ريیس له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي چې د خلکو باور خپل کړي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو نويو غړو هم ویلي، د ولسي جرګې ټاکنو د شکایتونو له څېړلو سربېره یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره هڅې کاري لومړیتوب دی.