Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمیسیون: ولسمشرۍ ټاکنو کې دوه نیم میلیونه کسانو رایه ورکړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې کابو دوه نیم میلیونه کسانو رایه ورکړې ده.

د یاد کمېسیون غړي وايي چې دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښایې په راتلونکې کې بدلې شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې له کابله وروسته ډېرې رایې په ننګهار، کندهار، هرات، بغلان، پکتیا، دایکندي او خوست کې کارول شوې دي.

یاد بنسټ وايي چې یوازې د بایومټریک شوې رایې د باور وړ دي.

د شمېرې له مخې:

د ټولې رایو شمېر: ۲ میلیون او ۵۹۸ زره او ۴۴۵ تنه

کابل: ۴۵۸ زره او و ۵۴۹ رايي

کندهار: ۱۹۳ زره او ۶۲۵ رأی په ۱۶۷ مرکزونو کې

ننګرهار: ۲۵۵ زره او ۵۲ رأی په ۳۹۴ مرکزونو کې

هرات: ۱۲۰ زره او ۵۶ رأی په  ۲۵۳ مرکزونو کې

بلخ: ۷۴ زره او ۴۴۱ رأی په ۱۵۸ مرکزونو کې

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمېرو له مخې د ټاکنو په ورځ ۴۶۶۹ د رایو مرکزونو رپوټ ورکړ شوی و چې له دې جملې ۲۸۵ مرکزونه تړلي وو او اعلان شوې رایې د ۴۳۸۳ مرکزونو دي، خو تراوسه هم د دغو یو شمیر مرکزونو رایې نه دي شمیرل شوې.

کابل، ننګرهار، بغلان، قندهار، هلمند، هرات، دایکندی، خوست، بامیان او بلخ هغه ولایتونه دي چې ډیرې رایې پکې کارول شوې خو په ارزګان، بادغیس، غور، لوګر، پنجشیر او نیمروز ولایتونو کې لږ رایې کارول شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا ټینګار کوي یوازې هغه رایې چې په بایومتریک دستګاوو کې ثبت شوې د اعتبار وړ دي او له بایو متریک پرته رایې به د منلو وړ نه وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي یوازې هغه رایې شمېرل کېږي او د باور وړ دي چې بایو مټریک شوې وي

شریک یي کړئ