Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به سبا ته اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې سبا (یکشنبې، د مرغومې په لومړنۍ نېټه) د ولسمشر ټاکنو لومړنۍ پایلې به اعلان کړي.

د دغه کمېسیون یو غړی وايي چې  د اوو پاتې ولایتونو د رایو د بیاشمېرنې راپور نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه ته وسپارل شو. د دغه راپور له ارزونې وروسته، کمېسیون هڅې کوي څو د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې سبا ته اعلانې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ نن (شنبې د لیندۍ په ۳۰مه) طلوع نیوز ته وویل:«یوه ډله کارکوي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره د ولایتونو د بیا شمېرلو بهیر رپوټونه راټول کړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمد حنیف دانشیار وايي:«په لومړنیو پایلو کې موږ باید دقت وکړو د ولایتونو په توپير، د ولسوالیو په توپير، او د مراکزو او محلاتو په توپير، که چېرې د دارالانشا په رپوټ کې کومه تشه نه وي موجوده موږ پایلې اعلان وو.» 

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله ادعا کوي چې، د ۲۷ ولایتونو د رایو په بیاشمېرنه کې چې د دوی د څارونکو په نشتون کې ترسره شوې د محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې په ګټه درغلۍ شوي او دغه ډله به د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته څه باندې ۷ زره شکایتونه ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی بشیر احمد ته ینج وايي:«هغه څه مو چې په بغلان او بدخشان کې ولیدل ۹۰ سلنه درغلۍ چې شوي د دولت جوړونکي ډلې په ګټه شوي چې هغه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون باطل اعلان کړي دي.»

خو د محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې د دغې ادعا په ردولو سره د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې، د ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر تر ژره اعلانې کړي.

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول داوود سلطان زوی څرګندوي:«موږ پرېږدو چې کمېسیون پایلې اعلان کړي. او بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم خپله پروسه کچ کړي. موږ له مخکې قضاوت نه کوو او د کمېسیون په ځای هم ځان نه ګڼو او کمېسیون ته لارښونه هم نه کوو.»

له دې ټولو سره سره، د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزې ډلې چې تر دې مخکې د رایو بیاشمېرلو بهیر سره پرېکون کړی و، ویلي چې، د ټاکنو لومړنۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا هم په يوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې، له درغلیو ډکې د پایلو اعلان به هېواد له ناورین سره مخ کړي او دغه شورا د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري اعلان شوې پایلې تقلبي بولي او هغه نه مني.

د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزې ډلې چې تر دې مخکې د رایو بیاشمېرلو بهیر سره پرېکون کړی و، ویلي چې، د ټاکنو لومړنۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

شریک یي کړئ