Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون: د ټاکنیزو شکایتونو په تړاو د پرېکړې بهیر پيل شوی

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ټاکنیزو شکاینونو په اړه د پرېکړې له بهیره خبر ورکوي او وايي چې د اوو ولایتونو د شکایتونو په اړه به د دغه کمېسیون پرېکړه سبا ته وروستۍ شي. 

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې وايي چې دغه بنسټ ټول ټاکنیز جرمونه څېړلي او تشخیص کړي دي او د دغه جرمونو عاملان به عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسه همدارنګه زیاتوي چې تر اوسه یوازې د جوزجان ولایت د ټاکنیزو شکایتونو په تړاو پرېکړه وروستۍ شوې ده او تر یوې بلې ورځې  به د پروان، پنجشېر، سمنګان، دایکندي، نورستان او بادغیس ولایتونو په تړاو هم پرېکړې وروستۍ شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې وايي:«ټاکنیز جرمونه، ۳۲۷۲شکایتونه چې د ټاکنو قانون د ۹۷ مادې د دویمې فقرې په مطابق، ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټکانو په تړاو جرمونه په ګوته، څېړلي او تشخیص کړي او د هغه ترسره کوونکي به عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کوي.» 

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پنجشنبې تر ورځې وخت لري چې په نورو ولایتونو کې هم د شکایتونو څېړل وروستي کړي.

خو د دغه بنسټ رییسه وایي شونې ده چې دا موده د ټاکنیزو شکایتونو د زیاتوالي له امله وغځول شي.

اغلې شینوارې زیاته کړه:«هغه ولایتونه چې د ولایتونو د شکایتونو حجم زیات دی او د دې لپاره چې روڼتیا تامین شي شونې ده چې یوه او دوه ورځې زیاتې شي، خو موږ ته روڼتیا، دقت او عدالت مهم دی چې باید تامین شي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي هم څرګندوي:«شونې ده کله چې د یوې موضوع چاڼبندي خلاصېږي، د بلې موضوع چاڼبندي پیلېږي او دا څېړنې ته ځي او کله چې څېړنه بشپړه شي، بله موضوع څېړنې ته راځي او دا ځي حقوقي تحلیل ته او دا چې بشپړه شي، پرېکړه کېږي او بهیر په هر ولایت کې  ځنځر په توګه دی.»

بل خوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه  د ټاکنیزو شکایتونو په تړاو د پرېکړو په بهیر کې پر روڼتیا ټينګار کوي.     

د افغانستان د آزادو اوعادلانه ټاکنو د بنسټ رییس یوسف رشید وویل:«باید په څرګنده ووايي چې څو نورو ورځو ته اړتیا لري، قانوني او تخنیکي کړنلار یې څه ده، کولای شي کوم توضحات ولري، چې سبا بیا د ټاکنیزو ډلو له لوري یې پرېکړې ونه ننګول شي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون شمېرې ښيي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنود لومړنیو پایلو په تړاو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ۵۵۶۴ شکایتونه، د حکمتیار ټاکنیزې ډلې ۳۷۱۱ شکایتونه او د اشرف غني ټاکنیزې ډلې  ۳۳۰۲ شکایتونه او د رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې یو شکایت په مستنده توګه ثبت کړی دی.

کمیسیون رسیده‌گی به شکایت‌های انتخاباتی، تا روز پنج‌شنبه (۱۹جدی) وقت دارد که روند رسیده‌گی به شکایت‌ها را در ولایت‌های دیگر نیز نهایی سازد.

شریک یي کړئ