Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون: څه باندې شپږ زره د استېناف غوښتنې شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون رییسه زهره برییان شینوارې نن (سې شنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې څه باندې شپږ زره او ۲۰۰ د استېناف غوښتنې شکایتونه په دغه کمېسیون کې ثبت شوي دي او د هغې په وینا، د دغو شکایتونو جلاینه به کابو یوه اوونۍ وخت ونیسي.

چې ډېری دغه شکایتونه د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه دي او تراوسه د دغه کمېسیون غړو د دغو رایو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون رییسې په وینا کندهار، پکتیا، ننګرهار، خوست، لغمان، پکتیکا، کونړ، هلمند او غور هغه ولایتونه دي چې په هغې کې له ۱۳۰ تر څه باندې ۱۵۰۰ پورې استینافي شکایتونه ثبت شوي دي.
 
نوموړې زیاتوي ډېری استینافي شکایتونه د ټاکنو له وخته مخکې یا وروسته رایو د کارولو، د احتیاطي دستګاوو د رایو، د هغو محلونو د رایو چې بایومېټریک دستګاوې په کې ورکې شوي او همداراز د هغو محلونو په اړه دي چې په شمېر کې یې له یوې تر پنځو رایو توپير شته.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارۍ وايي:«مرکزي کمېسیون تراوسه په دې هکله هېڅ پرېکړه نه ده کړې ځکه چې د وېشل او بېلولو په حال کې دي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی قطب الدین رویدار وویل:«هغه اعتراضونه چې ثبت شوي له درې ټاکنیزو ټکټونو، ثبات او همپالنې، دولت جوړونکي او سولې او اسلامي عدالت له خوا دي.»

هغه زیاته کړه:«څه باندې شپږ زره استېنافي دوسیې ثبت شوي چې دغه شپږ زره دوسیې زښته زیاتې دي. که چېرې موږ دا کتګوري کړو تر پنځو لویو کتګوریو لاندې راځي چې ۱۰۲ زره له وخت بهر، ۱۳۷ زره جنجالي رایې او دوه زره او ۴۲۳ محلونه او د یوه تر پنځه موضوع ده که چېرې موږ وکړای شو چې دغه موضوعګانې حل کړو او ډېری شکایتونه په همدې اړه دي.»

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو د کار له پیلېدو یوه میاشت تېرېږي خو دغه کمېسیون تراوسه د درې سوه زره جنجالي رایو په اړه چې د نوموړي کمېسیون اساسي مسوولیت بلل کېږي تصمیم نه دی نیولی.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي وايي:«پرېکړې ته اړتیا لري، یعنې له دې مخکې چې بیا ځلې بیا شمېرنې ته ولاړ شي موږ باید د دې لپاره چې استېناف غوښتنه شوې پرېکړه ولرو چې بیا شمېرنې ته ولاړ شو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو له مخې کابو لس زره شکایتونه رد شوي او باید د څه د پاسه پنځه زره محلونو رایې بیا وشمېرل شي خو دغه کمېسیون تراوسه د دغو رایو د بیا شمېرلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون مخکنی رییس عبدالستار سعادت وویل:«باید پرېکړه وکړي، چې دا کار نه کوي بیا دې بنسټ پرېږدي، باید پرېکړه وکړي، خو دلته د مسلې مقبولیت او مشروعیت ډېر مهم دی د وخت د عنصر رعایت چې دوی ونه کړای شول هغه په پام کې ونیسي دا مهم دی خو د جرات مسله ده چې دوی باید پرېکړه وکړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمیسیون کابو اته ورځې نور وخت لري چې د ټاکنیزو شکایتونو په هکله وروستۍ پرېکړه وکړي ترڅو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغې پرېکړې له مخې د ولسمشرۍ انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

شریک یي کړئ