د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یوه سرچینه وايي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو د دې کمېسیون له غړو سره لیدنه درلوده او د کمېسیون له چارواکو یې غوښتنه کړې ده چې د هېواد ولسمشرۍ، د ولایتي شوراګانو او د غزني د پارلماني ټاکنې په بېل ډول ترسره کړي.
یاده سرچینه زیاتوي چې ښاغلي یاماموتو له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د دوو نورو ټاکنو ترسره کول د ځان وژنې په مانا بولي.
په همدې حال کې افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولي دفتر(یوناما) د یادې سرچینې خبرې رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې ویلي چې د افغانستان د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنو د ځنډ په اړه یې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز وړندیز رد کړی دی.
په دې اړه مو اندونه