Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: کابل کې د چاودنو زیاتوالی

کابل کې یوې چاودنې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند ضیا ودان په ګډون درې تنه وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه چاودنه نن سهار ۸:۳۰ (یکشنبې د مرغومې په ۲۱مه) د کابل په کارته نو سیمه کې رامنځته شوه. ویل کېږي چې ماین د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د ویاند په لېږدونکي موټر کې ځای پر ځای شوی و.

په دغې چاودنه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی.

له دې مخکې یوې امنیتي سرچینې وویل چې په دغې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د سیاسي او پوځي چارو شنونکی، صالح محمدریګستاني

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews