Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: د جوبایډن خبرو ته د طالبانو غبرګون

طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالي په اړه د جوبایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.
دغه ډله وايي، که چېرې تر مې میاشتې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دغه ډله به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

د طالبانو په یوې اعلامیې کې راغلي چې، له افغانستانه تر مې میاشتې د بهرنیو ځواکونو نه وتنه د دوحې هوکړې نقض دی.
د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ، بهرني ځواکونه باید د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو جوبایډن ویلي چې، تر مې میاشت پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتنه ستونزمنه ده؛ خو زیاته کړې یې ده، داسې فکر نه کوي چې، امریکايي ځواکونه به په راتلونکي زېږیز کال کې هم په افغانستان کې وي.

په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د طالبانو ویاند، محمد نعیم

د ولسمشر د لومړي مرستیال سلاکار، مولانا فرید

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews