Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: د مُلکي مرګ ژوبلې په تړاو د بشري حقونو کمېسیون اندېښنې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په هېواد کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې ۲۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

له دې ډلې یوازې تېره ورځ په درې جلا پېښو کې په غزني، فاریاب او وردګو ولایتونو کې ۱۳ ولسي وګړي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.

په غزني ولایت کې پېښه پر یوه فلانکوچ ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وه، کله چې دا موټر د دغه ولایت له رشیدانو ولسوالۍ نه د جغتو مرکز ته روان و، دلته په لعلي سیمه کې پر ماین برابر شو.

په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د ولسي جرګې غړی، عارف رحماني

د ملي امنیت پخوانی ولایتي مرستیال، امان الله بارکزی

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews