فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر:د بندیانو د خلاصون په هکله د غني له پرېکړې د خلیلزاد هرکلی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بندیانو د خلاصون بهیر له بشپړېدو وروسته له ځند پرته د افغانانو ترمنځ د خبرو پر پیل ټينګار کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه په خپل ټوېټر پاڼه د لویې جرګې له پرېکړه لیک او د طالبانو د پاتې بندیانو د ازادولو لپاره د ولسمشر غني له پرېکړې هرکلی کړی دی.
په دغې خپرونه کې کوربه وحید احمدي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د پوهنتون استاد، ضیا رفعت
د افغانستان ملت ګوند سرمنشي، جعفر مهدوي