Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر:ډېر ژر د امریکا او طالبانو ترمنځ دهوکړې وروستي کېدو احتمال

د طالبانو پر مهال پاکستان کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې هوکړه‎لیک به تر راتلوونکو څو ورځو پورې وروستۍ شي او د طالبانو په استازیتوب بخ ملاعبدالغني برادر دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي. 

ښاغلي ضعیف له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې امریکايي استازي غواړي د هوکړې متن کې باید دا ولیکل شي، چې وسله‎وال طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي. 

دغه طالب چارواکی همدارنګه زیاتوي چې دواړه لوري په ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

په دغې خپرونه کې کوربه یاسر ابرار له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.

مېلمانه:

د بهرنیو چارو وزارت د سیمه‎ييزو همکارو رییس، امیر رامین

سیاسي فعال، احمد سعیدي

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews