فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د عمران خبرو ته د عبدالله عبدالله غبرګون
د حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان د لنډمهالي حکومت په تړاو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، د افغانستان برخلیک پخپله د افغانانو کار دی نه د نور هېوادونو.
عبدالله زیاته کړې، افغانستان له هېڅ هېواده دا تمه نه لري چې خپل نفوذ پرې وکاروي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، کابل کې د عمران خان د وروستیو څرګندونو نه ناسم برداشت اخیستل شوی دی.
په دې خپرونه کې د سیاسي فعال، میاګل وثیق او د افغانستان ملګت ګوند له مشر، جعفر مهدوي سره خبرې شوې دي.