فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي ستونزو حل کې پرمختګ
ولسمشرۍ ماڼۍ نن (دوشنبې د غويي په ۱۵مه نېټه) له عبدالله عبدالله سره سیاسي ستونزو له هواري خبرې وکړې.
عبدالله عبدالله ته نېږدې سرچینې وايي چې د ارګ او سپیدار رمنځ لویې ستونزې هوارې شوې دي او اوس یوازې دریوو مهمو بنسټونو، مالیې وزارت، د بهرنی چارو وزارت او لویې څارنوالۍ کې د ونډې په تړاو خبرې روانې دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
سیاسي فعال، امین الله شارق
د عبدالله عبدالله سلاکار، حشمت الله رادفر