فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: کابل کې پر زیږنتون برید
د کورنیو چارو وزارت وايي چې کابل کې پر زیږنتون برید کې څوارلس ملکي کسان وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان شوي دي.
همداراز ننګرهار کې هم د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو او ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
په دې خپرونه کې کوربه، کریم امیني د ولسي جرګې له غړي، غلام حسین ناصري او د کورنیو چارو وزارت له ویاند، طارق ارین سره خبرې کړې دي.