رسنیو کې د ښځو حضور ۶۴ سلنه کم شوی ورته مهال په هېواد کې ځينې خبریالانې له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ هېواد کې څه باندې۳۰۰ رسنۍ له فعالیته لوېدلي له بل لوري د ځینو رسنیو مسوولان د هغه څه په تړاو چې، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ننګونې ګڼي نیوکې لري.
اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له کبله د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو نیوکه د دوی په وینا، د سرپرست حکومت د ځینو وزارتونو او بنسټونو ویندویان له رسنیو سره پر وخت همکاري نه کوي او اطلاعاتو ته نه لاسرسي دوی له ګڼو…
په بدخشان کې "صدای بانوان" راډیو خپلې خپرونې بېرته پیل کړې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د دې راډیو د مسوولانو له لوري د ژمنې ورکولو وروسته یې دې راډیو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده.
د پکتیا د احمدخېلو اوسېدونکي: د شپې پر مهال هیڅ روغتیایي خدمتونه نشته د احمدخېلو ولسوالي چې شاوخوا پنځوس زره نفوس او پنځه روغتیایي مرکزونه لري چې یواځې د ورځې خدمتونه وړاندې کوي او هیڅ ښځينه ډاکټره نه لري…
خوست کې د یوه خیریه بنسټ له لوري روغتون جوړیږي د خوست ځینې اوسېدونکي وايي، د دغه روغتون چارو بشپړېدو سره به یې تر یوه بریده ستونزو ته رسېدنه وشي.
روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوي په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د پولیو وایرس ګواښ د هېواد په سویلي سیمو او پاکستان کې د ۲۰۲۳ له نیمایي د ۲۰۲۴ تر پایه په خیبر…
د خوړو نړۍوال پروګرام: افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ ګواښ پېښ دی په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوېنه کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان…
غزه کې د اسراییل هوايي برید د کډوالو په پنډغالي کې ۳۶ کسان وژلي په ورته وخت کې د نړۍ شلو هېوادونو استازي د هسپانیا پلازمېنه مادرید کې راټول شوي څو…
ملګرو ملتونو غزه کې د ناورین د ناوړه وضعیت خبرداری ورکړی د انتونیو ګوترش په خبره، غزه کې انساني ناورین ناوړه وضعیت ته رسېدلی او د خوړو نشتون د میلیونونه فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی…
امریکا پر سوریې لګېدلي ځینې بندیزونه له منځه یوړل د امریکا د خزانې وزارت هم یو عمومي جواز (General License 25) صادر کړی چې لمخې یې د سوریې له لنډ مهالي حکومت، د دغه هېواد له مرکزي بانک او…
امریکا کې بندي فلسطیني، محمود خلیل په لومړي ځل خپل یو میاشتنی زوی ولید تر دې دمه د قاضي له لوري له امریکا د هغه د ایستلو پرېکړه نه ده شوې خو تر دې مخکې ویل شوي و چې هغه به د فلسطین پلوو لاریونونو له…
کابل کې د علي قاري هروي په اړه سیمینار جوړ شو د دغه سیمینار ګډونوالو ملا علي قاري هروي چې هرات کې زېږېدلی و او په مکه مکرمه کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، د اسلامي نړۍ یو له علمي…
ایشلیکي؛ ترکمني خواړه چې دې وروستیو کې یې مینوال زیات شوي دي دغه خواړه د ترکمن قوم کورنۍ په ځانګړي مهارت او سلیقې سره له غوښې او اوړو څخه پخوي، چې د ډېری هېوادوالو لپاره…
د بامیان په شیبر کې تاریخي اثار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي د دې تاریخي ودانۍ ځینې برخې د سیمې اوسېدونکو نه پاملرنې، واورې، باران او نورو طبیعي پېښو له امله ویجاړې شوې او په جدي ډول بیارغولو ته…
اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ژبو پر وده ټينګار کوي یو شمېر کارپوهان د ملي ژبو په اهمېت ټینګار کوي، خو په هېواد کې د نورو ژبو د…
امریکا کې پوهان د کرونا ضد واکسین له اغېزمنتیا خبر ورکوي "مُدرنا" د درمل جوړونې لومړی شرکت دی چې د کرونا ویروس ضد واکسین پر انسانانو ازمايي
هند په لنډه موده کې د کورونا ویروس د واکسین د جوړولو په هڅه کې دی د هند د طبي څېړنو شورا رییس جنرال بلرام بهارګوا ویلي و چې هغوی د روان کال د اګسټ تر ۱۵مې داسې واکسین جوړوي چې د هغه ازمایښتي پړاو کابو ۴۰…
د یکشبنې په ورځ به د اسیا ځينې برخې د لمر نیولو شاهدې وي د لمر نیول چې په هرې پېړۍ کې کابو ۶۶ځله رامنځته کېږي؛ خو د ځمکې یو ډېر کم شمېر خلک کولای شي هغه وویني.
څېړنه: ډکسامیتازون کولی شي د کوویډ۱۹ ناروغ ژوند وژغوري څېړونکي وايي دا لومړۍ ځل دی چې د یادو درملو موثریت د کووید نوولس ناروغانو لپاره ثابت شوی دی