Skip to main content
وروستي خبرونه
گفتمان

ګفتمان: افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو ناستې څېړنه

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په بوګور ښار کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغو علماوو د دریځ نیولو په منظور ګډه غونډه جوړه شوه.

دغو دیني علماوو، په یوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره له هڅو ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی په اسلام کې ځای نه‎لري.

په دغې اعلامیه کې له طالبانو هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د دغه هېواد د سولې وړاندیز چې موده وړاندې د ولسمشر غني له خوا وړاندې شوی مثبت ځواب ورکړي:«موږ علما، د افغانستان د سولې له وړاندیزه چې په فبرورۍ میاشت کې اعلان شو، له هغه ستاینه او ملاتړ کوو.»

طالبانو په دې ناسته کې ګډون ونکړ. او ترڅنګ یې کابل او نورو ښارونو کې یو شمېر ترهګریز بریدونه ترسره کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په میاشت کې ولسمشر غني طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، خو دوی یې په ځواب کې د خندق په نامه بریدونه پیل کړل.

په داسې حالت کې آیا د اندونیزیا ناستې په شان هڅې کولی شي چې ګټه ولري؟

په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې شوې دي.

د خپرونې مېلمانه:

•     د افغانستان علماو شورا غړی، محمد قاسم حلیمي 
•     د افغانستان ستراتیژيکو څېړنو انستیتوت څېړونکی، داکتر عمر صدر 
•     د افغانستان د اسلامي څېړنو څېړونکی، محمد محق
•     د سیاسي چارو کارپوه، هارون میر 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews