Skip to main content
وروستي خبرونه
گفتمان

ګفتمان: د پارلماني ټاکنو منډې ترړې

افغانستان د ګرمو پارلماني منډو ترړو ورځې یو په بل پسې شاته پرېږدي، ښار په ښار، کلي په کلي او کوڅه په کوڅه د ټاکنو شور دی.

بېلابېل شعارونه، رنګ رنګ تصویرونه، خو په مخکې يې دا تنګ وختونه؛ چې په هېوادوالو کې يې ډول ډول غبرګونونه را پارولي.

سهار چې له کوره راوځې، پر دیوالونو لګېدلو تصویرونو او شعارونو دې سترګې لګېږي، لېدونکی نه پوهېږي چې دا اوس څه وايي او دا شعارونه د چا دي؟

په ټول هېواد کې تر ۲۵۰۰ ډېر ښځې او نر دې میدان ته راوتلي او کابل ښار کې يې شمېر ۸۰۰ تنو لوړېږي، دوی د ټولنې له کومې طبقې استازیتوب کوي، شعارونه يې څومره مشخص او په پارلماني ماهیت پورې تړلي دي او څومره جنجالي او له لاسه لري!

ټاکنیزې منډې ترړې څومره له ټاکنیزو قوانینو سره سر خوري، شعارونو، له ګوندونو او ټولنیزو طبقو سره د نوماندان تړل کېدلو او ټاکنیزو منډو ترړو ته په کتو، موږ به د یو څنګه پارلمان شاهدان واوسو؟

اوسني وضعیت ته په کتو ایا راتلونکی پارلمان به ستونزې حل کړي، که به له ستونزو ستونزې را وزېږوي!

په ګفتمان کې کوربه له مېلمنو سره پر همدې موضوعاتو خبرې کوي.

مېلمانه:

صدیق الله توحیدي، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی

سبحان مصباح، حقوقپوه

محمد رفیع رفیق صدیقیي، د ټاکنو کمیسیون د رسنیو د کمیټې مشر

خلیل الرحمان سروري، د کابل پوهنتون استاد

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews