Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د کورونا ویروس؛ تېرو۲۴ساعتونو کې۷۵مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د وږې په ۲۳) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۲ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د نویو مثبتو پېښو له ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۳۸زره او ۷۱۶ ته رسېږي.

په یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۲۵ په دایکندي، ۲۰ هرات، ۱۲ په کندهار، ۴ په کابل، ۷ په بلخ او ۷ هم په غور کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۴ تنه روغ شوي هم دي.

هېواد کې د کورونا ویروس له امله تراوسه یو زرو او ۴۲۰ تنه مړه او ۳۱ زره او ۶۳۸ تنه بېرته روغ شوي دي.

څه باندې ۲۸ مېلیونه او ۷۷۸ زره تنه په ټولو هېواد کې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې ۹۲۰ زره تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ