د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغه مالومات چې نن(دوشنبې د وږي په ۳۱مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، د ۱۶۵ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
تازه پېښې ۱۷ یې بلخ، ۲ کابل، ۶ هرات، ۲ بادغیس، ۱ پروان او کنړ کې ۲ پېښې ثبت شوې دي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ ناروغان هم مړه شوي دي.
تر اوسه د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۳۹ زره او ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۵ زره او ۵۴ یې فعالې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۴۴۴تنه مړه شوي دي او ۳۲ زره ۵۷۶ تنه هم روغ شوي دي.