Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې کورونا ویروس؛ ۳۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې، د تلې په ۶مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې، پر دغه ویروس ۲۶۷ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د نویو مثبتو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۹،۲۲۷ ته رسېدلی دی.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په کابل کې ۱۴ په بلخ کې ۶ په کندوز کې ۴ دایکندي کې ۵ په بدخشان کې ۵ په پروان کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنه ښه شوي دي.

په ټول هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله د مړه شویو کسانو شمېر یو زره او ۴۴۶ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې ۳۲ مېلیونه او ۸۶۰ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې ۹۹۴ زره تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ