Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کرونا ویروس؛ ۶۸ مثبتې پېښې او یو تن مړ شوی

تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې او یاده موده کې د کوویډ۱۹ یو ناروغ مړ شوی هم دی.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د تلې په ۱۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې تازه پېښې د ۳۷۲ کتل شویو نښو پایله ده.

له دې سره تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ څخه ۱۳ تنه روغ شوي دي.

تازه پېښې ۱۶ کابل، ۶۰ هرات، ۱ کندهار او ۱ هم په لوګر ولایت کې ثبت شوې ده.

دا په تېرو درېیو ورځو کې هرات کې لوړې شمېرې دي چې ثبتیږي، تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ۴۲ تازه پېښو له ثبته خبر ورکړل شوی وو.

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۴۷۰ تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ