Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس ۱۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۱۰ نوې پېښې ثبت شوې دي. 

د دغه وزارت په وینا، دغه پېښې، د ۱۱۸ شکمنو پېښو له ډلې تشخیص شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس یو ناروغ مړ شوی دی.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې تراوسه د کورونا ویروس ۱۱۳،۹۵۷ شکمنې پېښې معاینه شوې دي او دمګړۍ په هېواد کې د کورونا ویروس ۵،۱۶۶ فعالې پېښې موجودې دي.

دغه شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ۳۹ زره او ۷۰۳ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوې دي چې له دې ډلې یو زره او ۴۷۳ تنه مړه شوي دي.

د کورونا ویروس نوې پېښې په کابل کې ۸ پېښې، په کندهار کې ۲ پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس شپږ ناروغۍ روغ شوي دي. 

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخکې تراوسه د کورونا ویروس ۱۱۳،۹۵۷ شکمنې پېښې معاینه شوې دي او دمګړۍ په هېواد کې د کورونا ویروس ۵،۱۶۶ فعالې پېښې موجودې دي

شریک یي کړئ