Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس ۹۶ تازه پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت  نن یکشنبې (د تلې په ۲۰مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۹۶ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، دغه ۹۶ مثبتې پېښې د ۴۷۵ شکمنو پېښو له منځه تشخیص شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې د کووېډ نولس څلور ناروغان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې چې تراوسه په هېواد کې د کورونا ویروس ۱۱۴،۴۳۲ شکمنې پېښې معاینه شوې دي او دم کړۍ په هېواد کې د کورونا ۵،۲۰۸ فعالې پېښې شتون لري.

دغه شمېرې ښیي چې په افغانستان کې ۳۹ زره او ۷۹۹ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي چې له دې ډلې یو زره او ۴۷۷ تنه مړه شوي دي.

د کورونا ویروس تازه پېښې یوه په کابل، ۶۱ په هرات، ۱ په پکتیا، ۴ په بامیان، ۳ په بغلان، ۱۱ په دایکندي، ۳ په بادغیس، ۱۱ په پران او یوه هم په زابل ولایت کې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ