تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کوویډ۱۹ څلور ناروغان مړه شوي چې ۲ یې کابل، یو یو هم په بلخ او پروان ولایتونو کې دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(یکشنبې د تلې په ۲۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹ کسان په کرونا ویروس اخته شوي هم دي.
همداراز یوه شپه ورځ کې ۵۳ د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
تازه پېښې ۲ کابل، ۳۱ هرات، ۱ کندهار، ۵ بلخ، ۶ تخار، ۵ بغلان، ۵ پروان، ۳ فراه او ۱ هم په زابل ولایت کې ثبت شوې ده.
له تازه پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰ زره او ۲۰۰ ته ورسید چې له ډلې یې ۵۰۹۴ یې فعالې دي.