د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله ۵ ناروغان مړه شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې یاده موده کې ۸۷ تازه د کرونا ویروس پېښې هم ثبت شوې دي.
تازه پېښې ۱۱ کابل، ۲۵ هرات، ۱ ننرهار، ۱۴ بامیان، ۱۷ دایکندي، ۳ بادغیس، ۱ نیمروز، ۱۱ غزني، ۳ پروان او یوه هم په هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د یادولو ده چې د کوویډ۱۹ پنځه ناروغان په کابل کې مړه شوي دي.
له دې سره د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰زره او ۲۸۷ ته رسیږي چې له ډلې یې ۵۰۳۰ یې مثبتې دي.
تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۴۶ اخته کسان روغ شوي هم دي.