د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(جمعه د لړم په ۹مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۶۹ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
په همدې حال کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ یو ناروغ هم مړ شوی دی.
له تازه شمېرو سره هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۴۱ زره او ۳۳۴ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۵۵۴۳ یې فعالې دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۲۱ یې کابل، ۲۴ هرات، ۷ زابل او ۴ هم په ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.