د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د لړم په ۱۳مه نېټه) له رسنیو شریک د کوویډ۱۹ د درېیو ناروغانو له مړه کېدو وايي.
د یادولو وړ ده چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۵۷ مشکوکې پېښې کتل شوې دي.
تازه پېښې ۹ کابل، ۱۵ کندهار، ۲۷ بلخ، ۷ ننګرهار، ۱۶ تخار، ۳ بامیان، ۸ کندز او ۱۰ هم بغلان کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۱ زره او ۷۲۸ دی چې له ډلې یې ۵۸۲۹ یې فعالې دي.
همداراز هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۵۴۴ تنه مړه شوي دي چې درې یې تېرو ۲۴ ساعته کې دي.