د هېواد د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۴۲۸ مشکوکې نښې کتل شوې دي چې له ډلې یې ۲۹۰ مثبتې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن سې شنبې (د لیندۍ په۴مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې یاده موده کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۷ تنه مړه شوي دي.
تازه پېښې ۷۰ کابل، ۴۷ هرات، ۳۴ کندهار، ۴۴ ننګرهار، ۱۲ تخار، ۱۲ کندز، ۸ بغلان، ۳۰ پروان، ۱۰ نیمروز، ۱۵ غزني، ۵ لوګر او ۳ هم میدان وردګو کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۷۱۲ تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت مالومات ښیې چې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ناروغۍ نه ۱۴۶ تنه روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۴۵ زره او ۲۷۸ کسانو ته رسیږي چې له ډلې یې ۷۴۴۴ یې فعالې دي.