Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ ۱۹ تنه مړه شوي او ۲۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د هېواد د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۲۷۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې تازه پېښې د ۲۳۷۹ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

همداراز تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د هېواد په  کچه ۱۹ تنه مړه شوي دي.

د یادونې ته چې کابل کې ۱۱۴، هرات کې ۲۸، کندهار کې ۲۲، بلخ کې ۱۱، ننګرهار کې ۲، تخار کې ۱۳، پکتیا کې ۹، کندز کې ۶، بغلان کې ۹، پروان کې ۶، نیمروز کې ۲، میدان وردګو کې ۱۰، هلمند کې ۵، لغمان کې ۱، خوست کې ۸، زابل کې ۴، سمنګانو کې ۸، فاریاب کې ۱۴ ا وارزګان کې هم ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له تازه پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۷ زره او ۲۵۶ ته رسیږي چې له ډلې یې ۸۱۱۳ یې فعالې دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیې چې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۸۴۱ تنه مړه شوي او ۳۷ زره او ۳۰۲ تنه هم روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي  چې تېره شپه ورځ کې د کووید۱۹ ناروغۍ نه ۲۷۶ تنه روغ شوي هم دي

شریک یي کړئ