د عامې روغتیاوزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۷۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنست، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۳۵ شکمنې بېلګې معاینه شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه چې په کووېډ نولس ناورغۍ اخته وو مړه شوي او ۴۵ تنه نور هم بېرته روغ شوي دي.
د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کرونا ویروس ټولیز شمېر ۴۸ زره او ۸۰۳۰ تنو ته رسېدلی دی.
تازه پېښې ۱۴ کابل، ۱۹ هرات، ۱۳ کندهار، ۶ بلخ، ۱ نیمروز، ۷غزني، ۴ بادغیس، ۳ میدان وردګ، ۱ کاپیسا، ۲ زابل او ۴ هم ارزګان ولایت کې ثبت شوې دي.
په هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ټولیز شمېر ۱۹۴۹ تنو ته ورسید.