Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو څلرویشتو ساعتونو کې هېواد کې د کورونا ۱۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن(دوشنبې، د مرغومې په ۸مه) وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۱۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۶۹۹ شکمنې بېلګې معاینه شوي دي.

د روغتیا وزارت ووايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ تنه هم د کووېډ نولس ناروغۍ له امله مړه شوي دي او ۲۷۹ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۵۲ زره او ۱۴۷ تنو ته رسېږي.

په تېرو څلرویشتوساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې کابل کې ۲۶، هرات کې ۲۱، کندهار کې ۲۰، بلخ کې ۴، ننګرهار کې۹، تخار کې ۱۶، پکتیا کې ۲، دایکندي کې ۲، غزني کې ۱، وردک کې ۳، هلمند کې ۳، لغمان کې ۴، کاپیسا کې ۱۹، کنوړ کې۱، فراه ۵، ارزګان کې۲، او فاریاب کې ۲ ثبت شوې دي.

هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۷۹ تنو ته رسېدلی او د بېرته روغو شویو کسانو شمېر هم ۴۱ زره او ۶۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۸۰ مېلیونه او ۷۹۲ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې یو مېلیون او ۷۶۵ زره تنه نور مړه شوي دي. 

شریک یي کړئ