د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۷ تنه د هېواد په کچه مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(سې شنبې د مرغومې په ۲۸مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې یاده موده کې ۹۴ د کرونا ویروس مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
تازه پېښې د ۱۸۲۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۶ تنه د کوویډ۱۹ له ناروغۍ روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳ زره او ۱۰۵ تنو ته ورسید.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۱۳ کابل، ۱۲ هرات، ۶ کندهار، ۳ بلخ، ۷ ننګرهار، ۶ تخار، ۱۰ پکتیا، ۲بغلان، ۶ کندز، ۳ پروان، ۲ نیمروز، ۱ دایکندي، ۱ غزني، ۱ لوګر، ۷ کاپیسا، ۷ کنړ، ۱ پنجشېر، ۱غور، ۲ پکتیکا او ۳ هم هم فاریاب کې ثبت شوې دي.