Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ هېواد کې ۷ تنه مړه او ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د مرغومې په ۲۳مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لپاره ۱ زرو او ۲۰۲ تنه مشکوکې نښې کتل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي او ۴۷۲ تنه نور روغ شوي هم دي.

د تازه پېښو له ثبت سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳ زره او ۶۹۰ ته ورسید.

د یادونې ده چې تازه پېښې ننګرهار کې (۴۰)، لغمان (۱۳)، هرات (۱۲)، کابل (۷)، کندهار (۴)، بلخ (۲)، بغلان (۱)، کندز (۲)، نیمروز (۱)، هلمند (۹)، کنر (۹) او جوزجان (۶)، پېښې ثبت شوې دي.

همداراز هېواد کې د کرونا ویروس له  کبله د ټولو مړوشویو کسانو شمېر ۲ زره او ۳۰۸ ته ورسید او د ټولو روغو شویو کسانو شمېر هم ۴۴ زره او ۶۰۸ ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي

شریک یي کړئ