د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ په دغې موده کې پر کووېډ نولس ۶ تنه اخته کسان مړه شوي او ۱۹۹ تنه نور بېرته روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۱۴ ته رسیږي.
همداراز اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس ۸۰۴۹ د کوویډ۱۹ ناروغۍ فعالې پېښې شته.
تازه پېښې ۱۳ کابل، ۱۷ هرات، ۵ کندهار، ۲ بلخ، ۱۱ ننګرهار، ۲ پکتیا، ۳ کندز، ۱ بامیان، ۴ پروان، ۱ نیمروز، ۱ بدخشان، ۱ لوګر، ۳ هلمند، ۲ لغمان، ۸ خوست، ۲ پکتیکا او ۸ هم فاریاب کې ثبت شوې دي.