د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۸ ناروغان هم مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(جمعه د مرغومې په ۲۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۶۶۸ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳ زره او ۹۳۵ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۶۴۰۲ یې فعالې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویرووس له کبله ۲ زره او ۳۳۶ تنه مړه شوي دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۴ کابل، ۳۸ هرات، ۳ کندهار، ۱ بلخ، ۱۶ ننګرهار، ۲ کندز، ۲ نیمروز، ۳ میدان وردګ، ۴ بدخشان، ۱ بادغیس، ۸ هلمند، ۳ لغمان، ۲ کنړ، ۲ غور، ۱۴ فراه او یوه هم ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.