د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس درې تنه ناروغان هم مړه شوي دي او ۳۱ تنه نور بېرته ښه شوي دي.
له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ ټولیز شمېر ۵۳ زره او ۹۸۱ تنو او د مړه شویو کسانو شمېر هم ۲۳۳۹ تنو ته رسېږي.
تراوسه ۴۵ زره تنه او ۴۶۵ تنه ناروغان بېرته روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې نوې پېښې په کابل، هرات، کندهار، پکیتا، نیمروز، پنجشېر، خوست، پکتیکا او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي.