Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت نن (سې شنبې، د مرغومې په ۳۰مه) اعلان وکړ چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۱۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۲۰۹۷ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د عامې روغتیا وزرات وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کووېډ نولس ناروغۍ ۸ تنه اخته کسان مړه شوي او ۱۴۳ تنه نور بیا بېرته روغ شوي دي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې، هرات کې ۳۳، ننګرهار کې ۲۳، فاریاب کې ۲۲، بادغیس کې ۱۹، کابل کې ۵، کندهار کې ۱، تخار کې ۳، پکتیا کې ۱، بغلان کې۱، پروان کې۱، کندوز کې ۱، نیمروز کې ۲، وردګ کې ۲، بدخشان کې ۳، کاپیسا کې ۱، هلمند کې ۵، لغمان کې ۱، کونړ کې ۲، غور کې ۶، خوست کې ۲، سمنګان کې ۱ او نورستان کې ۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲زره او ۳۵۴ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۵۵۴ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۹۵ مېلیونه او ۶۰۶ زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې دوه مېلیونه او ۴۱ زره نور بیا مړه شوي دي.

شریک یي کړئ