د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ۹ تنه مړه شوي او ۱۲۵ تازه پېښې ثبت شوې دي.
دغه مالومات چې نن(چهارشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۲۳۸۵ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې ۲۰۵ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره ۳۶۳ تنه مړه شوي دي او فعالې پېښې هم ۵ زره او ۲۸۱ دي.
تازه پېښې ۱۰ کابل، ۳۴ هرات، ۵ کندهار، ۸ ننګرهار، ۲ پکتیا، ۱ پروان، ۶ نیمروز، ۱ بامیان، ۳ وردک، ۲ بدخشان، ۷ لغمان، ۱ زابل، ۴۰ فاریاب، ۱ ارزګان او ۴ سرپل ولایت کې ثبت شوې دي.
په دې اړه مو اندونه