د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې پر کووېډ نولس پنځه تنه اخته کسان هم مړه شوي او ۳۱ تنه نور بېرته روغ شوي دي.
په دې ترتیب سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۵۴ زره او ۵۹۵ تنو ته رسېدلی دی چې له دې ډلې ۴۶ زره او ۹۴۳ ناروغان روغ شوي دي.
نوې پېښې په کابل، کندهار، بلخ، تخار، پکتیا، پروان، نیمروز، غزني، هلمند، خوست او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي.