Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د کورونا ویروس د ۷۷ نویو مثبتو پېښو ثبت

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د سلواغې په ۵مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۱۵۹۳ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي او پر دغه ویروس ۳۵۵ ککړ کسان هم بېرته روغ شوي دي.

د نویو پېښو له ثبت سره په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۵۴ زره او ۶۷۲ ته رسېږي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په ننګرهار کې ۳۱، هرات کې ۱۰، کابل کې ۱، کندهار کې ۳، تخار کې ۲، پکتیا کې ۳، بغلان کې ۲، بدخشان کې ۳، هلمند کې۱، لغمان کې ۳، کونړ کې ۳، فاریاب کې ۷، ارزګان کې ۲، جوزجان کې ۵ او په نورستان کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو شمېر ۲ زره او ۳۸۶ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۴۷ زره او ۲۹۸ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۹۸ مېلیونه او ۷۸۲ زره تنه په دغه ویروس ککړ شوي دي او څه باندې دوه مېلیونه او ۱۲۱ زره نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ