د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ۸ تنه مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(چهارشنبې د سلواغې په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې یاده موده کې ۳۷ په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د خپرو شویو مالوماتو له مخې تازه پېښې د ۱ زرو ۷۲۹ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
د یادونې ده چې تازه پېښې ۲ کابل، ۱۲ هرات، ۲ کندهار، ۳ ننګرهار، ۲ بغلان، ۱ پروان، ۱ نیمروز، ۴ میدان وردګ، ۴ کنړ، ۳ فاریاب، ۲ خوست او ۱ هم په پکتیکا ولایت کې ثبت شوې ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴ زره او ۸۹۱ ته ورسید چې له ډلې یې ۴ زره او ۹۴۵ یې فعالې دي.