Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کرونا ویروس ۶۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۶۲ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

دغه مالومات چې نن(دوشنبې د سلواغې په ۱۳مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۲زره او ۲۵ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

په همدې حال کې یاده موده کې ۴۴ د کوویډ۱۹ ناروغان هېواد کې روغ شوي دي.

له دې رسره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زره او ۱۲۱ ته ورسید چې له ډلې یې ۴ زره  او ۹۹۳ یې فعالې دي.

د کرونا ویروس تازه پېښې ۱ کابل، ۱۲ ننګرهار، ۶ تخار، ۱ کندز، ۱ بامیان، ۱ بدخشان، ۴ بادغیس، ۱۰ کاپیسا، ۲ لغمان، ۶ کنړ، ۱۳ غور او ۵ هم په سرپل ولایتو کې ثبت شوې دي.

تر اوسه د هېواد په کچه د ۲ زره او ۴۰۵ د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.

شریک یي کړئ